امريکا: که چين روسيې ته پوځي وسايل ورکړي 'لوړه بيه' به ولري

Feb 27, 2023 - 14:42
 6
امريکا: که چين روسيې ته پوځي وسايل ورکړي 'لوړه بيه' به ولري
امریکا خبرداری ورکړی، که چین روسیې ته وژونکي پوځي وسایل ورکړي نو دا کار به یې "لوړه بیه" ولري.

د سپنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان پرون (د فبرورۍ په ۲۶مه) ویلي، واشنګټن د بیجینګ اقدامات څاري او په خبره یې چین تر اوسه روسیې سره د پوځي مرستو غوراوی نه‌ لري.

له سي‌ ان‌ ان سره په خبرو کې ښاغلي سولیوان زیاته کړې، بیجینګ په پرېکړو کې خپلواک دی، خو په خبره یې له روسیې سره د اوکراین په جګړه کې مرسته به یې بیه ولري.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره سوي چې روسیه د اوکراین په جګړه کې د سیمې له ځینو هېوادونو له هغې ډلې ایران او چین نه مرسته ترلاسه کوي.

ایران او چین بیا دا راپورونه رد کړي دي.

سکون راډیو