حامد کرزي د نوروز د مبارکۍ ترڅنګ د افغان حکومت څخه د نجونو د ښونځیو او پوهنتونو د بیا پیلیدو غوښتنه وکړل

پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي کال په رارسېدو سره د مبارکۍ تر څنګ له افغان چارواکو غوښتنه کړې چې، په دې کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او همداراز دندو ته د ښځو ستنېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.
حامد کرزي ټینګار کړی چې په هېواد کې د ملي یووالي، سولې او ثبات لپاره دې ژر تر ژره ملي خبرې اترې پیل سي.
سکون راډیو