خلیلزاد: طالبان خپلمنځي اختلافات لري او همدا لامل دی چې یوه خوله عمل نهکوي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکېنی ځانګړی استازی او له طالبانو سره د سولې د هوکړې لاسلیکوونکی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له روانو کارونو ناخوښی ښکاري.
زلمی خلیلزاد وايي، تر هغه له طالبانو سره اړیکې عادي کېدای نهشي، تر کله چې دوی د افغانانو حقونو ته بشپړ درناوی او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په خپلو ژمنو عمل ونهکړي.
خلیلزاد دا خبرداری هم ورکوي چې د اوسني وضعیت دوام د افغانستان اقتصادي سقوط ته زمینه برابرولای او یوه کورنۍ جګړه پیلېدای شي.
ښاغلي خلیلزاد د افغانستان په اړه د مأموریت له پای وروسته له سيبياېس ټلوېزیون سره خپله لومړنۍ مرکه کې وویل، طالبان خپلمنځي اختلاف لري او همدا لامل دی چې یوه خوله عمل نهکوي.
زلمی خلیلزاد د طالبانو لهخوا ښوونځیو ته د نجونو نهپرېښودو ته په اشارې وايي، پر دوی باید فشار دوام وکړي او که دا کار ونهشي، طالبان به د ټولګډونوالي پر لور حرکت ونهکړي.
له سيبياېس سره مرکه کې له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه هم تر پوښتنې لاندې راغله، خو زلمی خلیلزاد دا هوکړه د بهرنیو عسکرو د ویستو یوه غوره لاره وبلله.