هلمند ولايت کي بست راډيو خپل نشرات ودرول.

Oct 25, 2021 - 14:23
 8
هلمند ولايت کي بست راډيو خپل نشرات ودرول.
بست راډيو چي د تیرو (۱۴) کلنو راهيسي په هلمند ولايت پر (۸۹٫۸) ايف ايم څپه خپل نشرات ورکول، چي نن د یادې رسنۍ د مسؤلينو په وينا اوسمهال يې د مالي ستونزو له امله خپل نشرات نور بند کړل. د بست راډيو تر څنګ شاوخوا لس خپلواکي ږغيږې رسنۍ پر ايف ايم څپه خپروني وړاندي کولې، چي اوسمهال زیاتره يې د مالي ستونزي له امله د سقوط سره مخ سوي او يا مخ کېدونکي دي.