خلیلزاد: نړۍ تمه لري د افغانستان اسلامي جمهوریت له یوې طرحې سره د ترکیې غونډه کې ګډون وکړي
خلیلزاد: نړۍ تمه لري د افغانستان اسلامي جمهوریت له یوې طرحې سره د ترکیې غونډه کې ګډون وکړي
د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، نړۍ تمه لري، د افغانستان اسلامي جهموریت د استانبول په ناسته کې د سولې له یوې طرحې سره ګډون وکړي.
بله خوا د افغانستان ملي روغې جوړې عالي شورا ویلي، د سولې په هکله د بېلو طرحو توحید په برخه کې یې مهم ګامونه اخیستي او تمه ښيي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت به له واحدې طرحې سره د ترکیې په ناسته کې برخه واخلي.
دا خبرې نن کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر په لړ کې له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغي جوړې عالي شورا له مشرتابه سره په لیدنو کې مطرحه شوې دي.
ښاغلي خلیلزاد داسې مهال کابل ته تللی، چې په پام کې ده، په راتلونکو څو ورځو کې د افغان سولې او سیاسي واک د وېش پر سر د امریکا په غوښتنه په ترکیه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب مهمه غونډه جوړه شي.
په نژدې یوه میاشت کې دا دویم ځل دی، چې زلمی خلیلزاد کابل ته سفر کوي.
له دغو سفرونو څرګندیږې، چې د افغان سولې بهیر ورځ تر بلي چټکېږي، ځکه په راتلونکو ورځو کې استانبول غونډې ته هم د چمتوالي په موخه ګامونه ګړندي شوي دي.
ارګ وايي، ولسمشر محمداشرف غني او زلمي خلیلزاد د سولې راتلونکي ګامونو او د ترکیې غونډې په هکله نظرونه سره تبادله کړي.
بل خوا د افغانستان ملي روغي، جوړي عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د دغې شورا د مشرتابه غړي او ځینو سیاسي څېرو هم په سپیدار ماڼي کې له زلمي خلیلزاد سره کتلي.
د دغې شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي خلیلزاد په دغه لیدنه کې ویلي دي، نړۍ د سولې بهیر کې د چټکتیا غوښتنه کوي.
نوموړي ټنیګار کړی چې د افغان کشالې ختمولو لپاره دې له اوسنۍ فرصته ګټه واخیستل شي.
د ملي روغي، جوړي عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، ډاکترعبدالله عبدالله له ښاغلي خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان تلپاتې او عادلانه سولې راوستلو ته ژمن دی.
بل خوا د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون ناوخته د امریکا د بهرنیو وزارت له سلاکار سره د افغان سولې، دوامدارو دوو اړخیزو همکاریو او ترکیې ناستې په اړه ټیلیفوني خبرې کړي دي.
د ترکیه غونډه د افغان سولې لپاره مهمه ګڼل کېږي او نړیوال تمه لري، افغان لوري به په دغه غونډه کې په افغانستان کې روانې جګړې ته د حل لاره ومومي.
په دوحه کې د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې د امریکا او طالب استازو تر منځ د سولې هوکړې له مخې د را روانې مې میاشتې تر لومړۍ نېټې یانې کابو شل ورځو وروسته باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، په دغه موده کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل له تخنیکي پلوه عملي نه برېښي.
بل لور د پاکستان بهرنیو چاور وزیر تازه ویلي، له افغانستانه په بېړه د نړیوالو پوځیانو وتل، کېدای شي ورانکارو ته د سولې روان بهیر ګډوډولو فرصت په لاس ورکړي.