خېبر پښتونخوا کې د 'واکسيناتورانو' دوه ساتونکي وژل سوي

Aug 16, 2022 - 20:14
 4
خېبر پښتونخوا کې د 'واکسيناتورانو' دوه ساتونکي وژل سوي

چارواکي د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسله‌والو کسانو په برید کې د پولیو د کارکونکو د دوو ساتونکو پولیسو د وژلو خبر ورکوي.

د سیمه‌ییزو پولیسو یوه چارواکي محمد عمران وویل چې، په دغه پېښه کې چې نن د دې ایالت په ګومل ښارګوټي کې رامنځته شوې، د پولیو کارکونکو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

هغه ویلي چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین څلورو کارکونکو او د هغو ساتونکو پر موټر سایکلونو سفر کاوه چې پر موټر سایکل سپرو وسله‌والو پرې ډزې وکړې.

حمله کونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي او د دې پېښې مسؤلیت یې هم تر اوسه چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

دا پېښه په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیو د پیل شوي کمپیان په دوهمه ورځ رامنځته شوې، هغه ایالت چې په‌کې د اپریل له میاشتې راهیسې د پولیو ۱۴ نوې پېښې ثبت شوي دي.