د آلمان د بهرنیو چارو وزيره وايي، د زیانمنونکو افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو بهیر درول سوی دی.

Apr 1, 2023 - 19:04
 7
د آلمان د بهرنیو چارو وزيره وايي، د زیانمنونکو افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو بهیر درول سوی دی.
آلماني رسنیو د هغې له قوله راپور ورکړی، چې دا موضوع موقتي ده او هېواد یې د دغه سیستم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له امله دا پرېکړه په موقت ډول کړې ده.
که څه هم دې د ناوړې استفادې د څرنګوالي په اړه څه نه‌دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه یې د تېرې چهارشنبې په ورځ کړې او د پاکستان او ایران په سفارتونو که به پلي کېږي. د بهرنیو چارو وزیرې دا هم ویلي چې، په راتلونکو ورځو کې به دوی زیانمنو افغانانو ته، امنیتي پوښتن‌پاڼه توزیح کړي څو د ناوړې ګته اخیستنې مخنیوی وسي.
سکون راډيو