د ا.ا.ا : هند سره هوایي دهلیز بېرته فعال سوی، د اړیکو پراخولو هڅه کوو!

Oct 31, 2022 - 12:19
 4
د ا.ا.ا : هند سره هوایي دهلیز بېرته فعال سوی، د اړیکو پراخولو هڅه کوو!

د ا.ا.ا هند سره د سوداګرۍ ودې لپاره هغه هوايي دهلیز بیا پرانیستې چې په ۲۰۱۹ کې یې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت بنسټ ایښی و.

 چارواکي وايي له دې لارې ځينې توکي هندوستان ته رسېدلي هم دي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد په وینا د دوی حکومت د یوه تړون له مخې هند سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو هڅې کوي.

ښاغلی جواد وايي "په دې وروستیو کې له هند سره یو تړون لاسلیک شو چې له مخې یې موږ کولی شو د هوايي دهلیز له لارې سوداګرۍ ته دوام ورکړو. له مختلفو لارو ان شاءالله له هندوستان سره زموږ سوداګري دوام لري او هڅه مو داده چې سږ کال د تېر هغه پرتله هند ته زموږ سوداګري او د سوداګریزو توکو صادارات ډېر سي."

 چارواکي وايي تېر یوه کال کې ۳۰ زره ټنه هنجه او لاسي صنایع له افغانستانه هند ته لېږدېدلي دي.

د ا.ا.ا د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له هند سره د لاپراخو تړونو درلوده د افغانستان په ګټه بولي.

هغه وايي که روسیه او قزاقستان د غنمو تولید کې له ستونزو سره مخ سي "غواړو د یوه بدیل په توګه هند سره هم د غنمو د پېرلو یو تړون ولرو" له کاناډا سره هم یوه تړون ولرو.

د کابل او نوي ډهلي ترمنځ کلنۍ سوداګري تېرو کلونو کې یو نیم میلیارد ډالره ته رسېده خو رپوټونه وايي پر واګو د ا.ا له ولکې سره دا کچه ۲۴ میلیونو ته راټیټه سوه.

د ا.ا.ا څه موده وړاندې چین ته هم د هوایي دهلیز له لارې د شل ټنه ځلغوزیو د صادرېدو خبر ور کړی و.

ا.ا او هند دواړه له یو بل سره اړیکو ته لیوال دي.

وړاندې د ا.ا.ا یوه جګپوړي چارواکي 'شېر محمد عباسي ستانکزي' له نکله په هندي تلویزیونونو خپرو شویو خبرو کې هم راغلي و چې هند باید له افغانستان سره پخوانیو اړیکو ته دوام ورکړي او هغه هوايي دهلیز پرانستی وساتي چې تېر څو کلونه پرې سوداګري روانه وه.

پر دې سربېره د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد هم د 'هندوستان ټو ډی' ورځپاڼې له یوې خبریالې سره مرکه کې ویلي "د تاریخ اوږدو کې هند او افغانستان له یوه بل سره ښې اړیکې درلودې او موږ د دغو اړیکو دوام غواړو."

خو له دغو ټولو هڅو سره سره به طالبانو ته اړیکو کې انډول ساتل یوه ننګونه وي که هغه خپلمنځي سوداګري وي، یا ډيپلوماټیکې اړیکې.

د یادونې ده چې اسلام اباد تېر کې تل د خپل غلیم هندوستان او ګاونډي افغانستان پر اړیکو چندان خوښ نه برښېده.