د افغانستان بانک له دغه هيواد سره د نړيوالي ټولنې د نغدي بشري مرستو په دوام نن دوشنبه کابل ته د ۴۰ میلیون امريکايي ډالرو کڅوړې رسېدو خبر ورکړ.

Dec 5, 2022 - 16:52
 2
د افغانستان بانک له دغه هيواد سره د نړيوالي ټولنې د نغدي بشري مرستو په دوام نن دوشنبه کابل ته د ۴۰ میلیون امريکايي ډالرو کڅوړې رسېدو خبر ورکړ.
ياد بانک ويلي چې دغه پيسې په کابل کې یو سوداګریز بانک ته سپارل سوي دي.
د افغانستان بانک يو ځل بيا هيواد ته د قانوني لارو د پيسو د راتګ د هر کلي تر څنګه د نړيوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو هر کلى کړى دى.
د غه بانک د دې تر څنګ د بانکي سکتور له لارې د يادو پيسو پر لګېدو ټينګار کړى دى.
د يوناما د راپور له مخې نړيوالې ټولنې په تير يوه کال کې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره کابل ته څه باندي يو ميليارد ډالر انتقال کړي دي.
سکون راډیو