د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د چین جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي

Mar 29, 2022 - 16:20
 4
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د چین جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي

چین وايي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ به په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په دې هېواد کې جوړېږي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین نن په یوه خبري کنفرانس کې دا خبر ورکړ.

دې غونډې ته چې د چین په تونزي ښار کې په پام کې ده د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران بلل شوي او مشري به‌یې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وکړي.