د افغانستان مرکزي بانک نن ۱۲ ميليونه ډالره ليلاموي

ټاکل سوې د افغانستان مرکزي بانک نن ۱۲ ميليونه ډالره ليلام ته وړاندې کړي.
دغه بانک په خپل ټوېټرپانه له ټولو سوادګرو، بانکونو او د پولي خدماتو شرکتونو له مالکانو غوښتي چې د ليلام په دې پروسه کې ونډه واخلي.
د افغانستان مرکزي بانک وړاندې ليکلي چې د ليلامۍ پروسې ګټونکی دې تر ټاکلي مودې پورې خپل ټول حسابونه له دغه بانک سره تصفيه کړي.
ياد بانک وړاندې له دې لیکلي و چې د پيسو د ليلام بهیر موخه د بهرنيو اسعارو په پر وړاندې د افغانیو د ثبات ساتل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان مرکزي بانک تېره اوونۍ هم ۱۰ ميليونه ډالره ليلام ته وړاندې کړي وو.