د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالیو جدول اعلان کړ

Jun 21, 2022 - 15:33
 17
د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالیو جدول اعلان کړ

د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالیو جدول اعلان کړ.

د دغه لیګ سیالۍ به د راتلونکې جولای میاشتې په اتلسمه په کابل کې پیل او د اګست تر پنځمې دوام وکړي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل، چې د سیالیو دغه جدول ښه برابر شوی او ټول مهم ټکي په کې په پام کې نیول سوي دي.

ټاکل سوې، چې د دې سیالیو لومړۍ لوبه د کابل د عقابانو او د مس عینک د ټیمونو ترمنځ وسي.