د اماراتو له زندانه ۱۲ افغانان خوشې او افغانستان ته ستانه سول

Aug 6, 2022 - 19:57
 11
د اماراتو له زندانه ۱۲ افغانان خوشې او افغانستان ته ستانه سول

ا ا ا  وايي، چې د متحده عربي اماراتو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته ۱۲ افغانان نن بېرته افغانستان ته ستانه شول.

 د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په دې وروستیو کې متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او د دغه هېواد له چارواکو یې غوښتي، چې افغان بندیان خوشې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې لسګونه افغان اتباع د متحده عربي اماراتو په زندانونو کې بندیان دي.

دا نه دي ویل شوي، چې دغه افغانان د کوم جرم په تور بندیان شوي وو.

متحده عربي اماراتو تر اوسه د هغه هېواد له زندانه د ۱۲ افغانانو د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.