هلمند مارجي ولسوالۍ کي دیوالي تر سرلیک لاندي والیبال سیالیو ټورنمیټ پای ته ورسید.

Oct 22, 2023 - 02:17
 17
 هلمند مارجي ولسوالۍ کي دیوالي تر سرلیک لاندي والیبال سیالیو ټورنمیټ پای ته ورسید.

 هلمند مارجي ولسوالۍ کي دیوالي تر سرلیک لاندي والیبال سیالیو ټورنمیټ پای ته ورسید.

دا د هلمند مارجه ولسوالۍ  ده چي د جنګ جګړو راپورونه یې د خبرونو د سر په ټکو کي وه خو اوس ددې ولسوالۍ سلګونه ځوانان د ولیبال سیالیو پایلوبه له نژدي ګوري.

مارجه ولسوالۍ کي د یوالي تر سر لیک لاندي د ولیبال سیالیو یو ورځنۍ ټورنمینټ د نظر سعادت لوبډلي په اتلولۍ سره پاي ته ورسید.

د هلمند ولایت د مارجي ولسوالۍ د ورزش امر سکون را‌ډیو ته وویل چې دا ټورنمیټ یې د ځوانانو د هڅوني او تشویق په موخه جوړ کړي دی نوموړي زیاته کړل چي دې ولسوالۍ کي د ورزش اکثریت برخي فعاله دي او هڅه کوي چي د میدانونو په برخه کي پرتو ستونزو ته هم  رسیدنه  وکړي.

د ولیبالو لوبو یو شمیر لوبغاړو خوښي څرګنده کړل چي په یوه ولسوالۍ کي د داسي سیالیو زمینه ورته برابریږي دوی زیاته کړه چي هلمند نورو ولایتونو په پرتله د ولیبال په لوبو کي مخکښ دی دوی له حکومت او اړوندو ادارو څخه غوښتنه کوي چي لا دي هم ورزش ته پاملرنه زیاته کړي ترڅو ځوانان د لوبو له لاري له یو بل سره سالم رقابت وکړي.

هلمند مارجه ولسوالۍ د ولیبال لوبو دې سیالیو کې د افغانستان د ولیبال ملي ټیم یو شمیر لوبغاړو هم ګډون کړي وو چي دا د هلمند د یوی ولسوالۍ د لوبغاړو په مورال خورا ښه اغیزه در لودلي سي.