د خصوصي سکتور او د سوداګرۍد خونې ځینې استازي پاکستان ته تللي

د خصوصي سکتور او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو شمېر استازو د سوداګریزو ستونزو د حل او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه پاکستان ته سفر کړی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند چې له دې پلاوي سره یې پاکستان ته سفر کړی، رسنیو ته وویل چې د افغان سوداګرو دې استازو په هغه غونډه کې چې د اقتصادي مرکز د مطالعاتو «OESP» او د څېړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز «CRSS» له خوا په پاکستان کې وسوې، د افغانستان د اقتصادي نظام په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې خلکو ته د کارموندنې، د سوداګریزې راکړې ورکړې پر وړاندې د شته ننګونو پر حل، په بندرونو کې په لېږد رالېږد او افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه بحثونه وسول.
ښاغلی مومند وايي، د ویزې په ورکړه کې د اسانتیا رامنځ ته کول، د دواړو اړخونو د خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول، په ګمرګونو کې د تعرفې د ستونزې حل، د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د تړون تمدیدول او په بندرونو کې د تخنیکي کمېټې رامنځته کول، د دواړو لورو ترمنځ د بحث نور مهم موضوعات وو.