د حج او عمرې کمېټې غونډه کې پرېکړه سوې، چې حاجیانو ته به د پاسپورټونو د وېشلو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته سي

Feb 20, 2023 - 18:23
 10
د حج او عمرې کمېټې غونډه کې پرېکړه سوې، چې حاجیانو ته به د پاسپورټونو د وېشلو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته سي

چارواکي وايي، د رياست الوزرا د اداري مرستيال په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه ترسره سوه، چې په دې غونډه کې د راتلونکي کال لپاره د تخنيکي او روغتيايي کمېټو پر جوړولو، د پاسپورټونو او پېژندپاڼو د وېشلو په برخو کې د اسانتياوو په رامنځته کولو، واکسين، په واحد ځای کې د بانکي چارو ترسره کولو او د ۱۴۴۴ هـ ق کال د حاجيانو لېږد په اړه له هر اړخیز بحث وروسته اړینې پریکړې وسوې.

سکون راډیو