د کابل ښاروالي وايي، سږکال يې د ۱۵۰ پروژو لپاره پنځه میلیارډه افغانۍ په پام کې نیولې دي

Mar 28, 2023 - 19:36
Mar 30, 2023 - 17:56
 29
د کابل ښاروالي وايي، سږکال يې د ۱۵۰ پروژو لپاره پنځه میلیارډه افغانۍ په پام کې نیولې دي
د مسؤلينو په خبره، کابل ښاروالي په ۱۴۰۲ کال کې یې هم د ۱۵۰ پروژو لپاره پنځه میلیارډه افغانۍ په پام کې نیولې دي.
مسؤلین زیاتوي، «په نوي کال کې به ۱۵۰ پروژې په کابل کې پلې سي او په دغو پروژو کې پنځه میلیارډه، ۲۳۹ میلیونه، ۹۳۶ زره او ۸۸۶ افغانۍ بودیجه په پام کې نیول سوې چې د تېر کال په پرتله ۴۰۰ میلیونه ډېرې دي او د دغو پروژو ۶۵،۵ سلنه پراختیايي او ۳۴،۵ سلنه هم عادي بودیجه ده.»
سکون راډیو