قطر به امریکا ته د تلونکو افغان کډوالو د ترانزیت مرکز وي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له اسوشټډ پرس سره په مرکه کې وویل د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د جمعې په ورځ نومبر ۱۲ ( لړم ۲۱) د افغان کډوالو د تخلیې د پروسې د ښه تنظیم په موخه یوه موافقه لاسلیک کړېده.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د "خوندیتوب د صلاحیت"په نامه سند هم لاسلیک کړ.
د دې سند له مخې به دوحه د امریکا د ګټو د ساتونکي نقش لوبوي او د واشنګټن او د طالبانو د حکومت تر منځ به د اړیکو په ټینګولو کې به مرسته کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وویل، " قطر به په افغانستان کې د امریکا په سفارت کې د امریکا د ګټو یوه څانګه پرانیزي چې ځانګړې قونسلي خدمتونه به وړاندې کوي او هم به په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیکي تاسیساتو امنیت او اوضعیت څاري."
که څه له کابل څخه د پوځي تخلیې د عملیاتو له پیل راهیسې امریکا او نورو هیوادونو ته ډیر شمیر کډوال د قطر له لارې انتقال شول، خو له امریکا سره د نوي توافق له مخې به د تخلیې د عملیاتو د انسجام په منظور قطر د افغان کډوالو د ترانزیت د لوی مرکز رول ولوبوي.
ښاغلي آل ثاني وویل د افغان کډوالو د جرمي او امنیتي سابقې معلومول هم ډیر مهم دي، هغه زیاته کړه: "د امنیتي سابقې چک کول ډیر مهم دي، ځکه مونږ نه غواړو چې هیوادونو ته مو نامطلوب کسان راشي. په همدې خاطر دې ته باید لومړیتوب ورکړل شي چې قطر ته راتلونکي کسان مناسب اسناد ولري. زه فکر کوم دا یواځې د قطر غوښتنه نه ده بلکه د هر بل کوربه هیواد غوښتنه هم ده."
خو د بشري حقونو یو شمیر سازمانونو اندېښنه ښودلې چې د قطر په شان هیوادونو کې د ترانزیت سخت مقررات به له ګواښ سره مخ افغانان له نورو زیاتو ستونزو سره مخامخ کړي، ځکه هغوی نشي کولی له طالب چارواکو څخه د سفر مناسب اسناد ترلاسه کړي.