متقي : د مخکني رژیم سرتیرو او په هغه کچې اردو ته اړتیا نشته

Nov 13, 2021 - 12:16
 6
متقي : د مخکني رژیم سرتیرو او په هغه کچې اردو ته اړتیا نشته

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي افغانستان نور ستر پوځ ته اړتیا نلري او د مخکني رژیم د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو غړيو ته به په خپلو لیکو کې ځای ورنکړي.

ښاغلي متقي دا څرګندونې نن جمعه نومبر ۱۲ (لړم۲۱) په اسلام آباد کې د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې کړیدي. هغه ویلي، "کوم پوځ چې بهرنۍ مداخلې جوړ کړی و، په دومره ډیر شمیر ورته نوره اړتیا نشته.سره لدې چې طالبانو مخکې ویلي و د افغانستان د مخکني رژیم امنیتي او دفاعي ځواکونه به په نوي پوځ کې شامل کړي خو ښاغلي متقي وویل هیواد یې وړوکي پوځ ته اړتیا لري او د هغه په قول د داسې کسانو نه باید جوړ وي چې "وفادار او هیواد پالنې ته ژمنتیا ولري".
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه پخپلو خبرو کې په نړیوالې ټولنې تور ولګاوه چې د بشري حقونو او د ټولشموله ادارې د جوړیدو موضوع د سیاسي مقاصدو لپاره کاروي.