دهلمند والي مارجې ولسوالۍ ته سفر وکړ

Nov 11, 2021 - 19:48
 7
دهلمند والي  مارجې ولسوالۍ ته سفر وکړ

هلمند والي عبدالاحد (طالب) مارجي ولسوالۍ ته د یو لوړ پوړي پلاوي په مشري سفر وکړ.

هلمند والي مارجي ولسوالۍ ته د سفر پر مهال په هغه غونډه کۍ برخه واخيستل چي د یاد پلاوي د ورتګ په مناسبت جوړه سوي وه او همدا رنګه نوموړي غونډي ته د وینا پر مهال د مارجي ولسوالۍ د ولسونو د قربانیو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چي هیڅکله به ددي ولسونو حق ادا نسو کړاي هغه له ولسونو وغوښتل چي د امنیتي ځواکونو سره لا زیاته همکاري وکړي او له امنیتي ځواکونو يي وغوښتل چي د ولسونو د امنیت په ساتلو کي تر .خپله وسه هڅه وکړئ نوموړي په وروستیو کې امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه تر څو خپل په صفوفو کې اصلاحات راولي

دا سفر داسي مهال تر سره کیږي چي تازه د هلمند والي له ولسوالیو څخه د لیدنو لړۍ پیل کړي.