د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته لاړه

Dec 19, 2021 - 16:59
 7
د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته لاړه

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو نه کم عمره لوبډله د اسیايي جام په لوبو کې د ګډون په هدف متحده عربو اماراتو ته ولاړه.

د افغانستان کرکټ بورډ ازادي رسنیو ته په یوه پيغام کې ویلي چې دا سیالۍ به د ۸ اسیايي لوبډلو په ګډون د ډسمبر په ۲۳مه نېټه پيل او په ۳۱مه نېټه پای ته ورسېږي.

په پیغام کې راغلي چې د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله به په خپل ګروپ کې د هند، پاکستان او متحده عرب اماراتو سره لوبې وکړي.

د سیالیو له پیل مخکې به په کوربه هېواد کې افغان لوبغاړو ته یو روزنیز کمپ هم جوړ سي.

تر متحده عرب اماراتو وروسته د نولس کلنو کرکټ ټیم په را روانه جنوري کې وېسټ انډیز ته ځي، څو هلته په نړیوال جام کې ګډون وکړي.

د کرکټ د نولس کلنو څخه د کم عمره نړیوال جام سیالۍ د جنورۍ له ۱۴ د فبروري تر پنځمې دوام کوي.

افغان لوبډله په نړیوال جام کې له پاکستان، زیمبابوې او پاپوا نیو ګېنې یا پي ان اجي سره مخ کېږي.