مسوولین: غزني کې د سوداګرو مېرمنو فعالیت له سل سلنې لسو ته ټیټ سوی

Dec 19, 2021 - 17:05
Dec 19, 2021 - 17:07
 7
مسوولین: غزني کې د سوداګرو مېرمنو فعالیت له سل سلنې لسو ته ټیټ سوی

د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې ولایت کې د سوداګرو مېرمنو د فعالیتونو په کمېدو اندېښنه ښيي.

د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر عبدالمتین قلندري نن یکشنبه (د لیندۍ په ۲۸مه) خبریالانو ته وویل چې د دې مېرمنو فعالیتونه له سل سلنې څخه لس سلنې ته را ټيټ سوي دي چې سوداګرو مېرمنو ته یې ستره اقتصادي ضربه رسولې ده.

ښاغلی قلندري وايي، سوداګرو مېرمنو په تېر حکومت کې د خوراکي توکو د تولید، لاسي صنایعو، کرنې او په نورو برخو کې فعالیتونه درلودل، خو نوموړی زیاتوي چې د بانکي ستونزو او د بازار د نشتوالي له امله اوس یې کارونه کم سوي دي.