د کندهار د سوداګرۍ خونه: سوداګریزه راکړه ورکړه ۷۰ سلنه کمه سوې

Jan 5, 2022 - 15:40
 8
د کندهار د سوداګرۍ خونه: سوداګریزه راکړه ورکړه ۷۰ سلنه کمه سوې

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې ولایت سوداګریزه راکړه ورکړه ۷۰ سلنه کمه سوې ده.

د دې خونې مرستیال فضل الحق مشکاني نن چهارشنبه (د مرغومي ۱۵مه) رسنیو ته وویل چې د بانکونو د فعالېتونو کمېدلو او د سوداګریزو توکو په پېر او پلور کې ستونزو سوداګرو سوداګریزي چارې له خنډونو سره مخ کړي دي.

ښاغلی مشکاني وايي، د تېر جمهوري حکومت پرمهال د کندهار ډېر صادرات وچه مېوه، تازه مېوه او قیمتي کاڼي وو او سوداګرو به خوراکي توکي، برقي وسایل او د کارخونو خام مواد واردول.

خو په خبره یې، اوس د په بانکي سیسټمونو کې د ستونزو او د پیسو د نشتوالي له امله سوداګر نه سي کولی دا توکي په بهر کې واخلي او بیا یې هېواد ته وارد کړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر اوسه د بانکونو فعالېتونو عادي حالت ته نه دي راګرځېدلي او اوس هم سوداګر له دې امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.