سیاسي مرستیال: هیچاته اجازه نه ورکوو چې دولتي ځمکې غصب کړي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ولایت د غصب sویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون غړو سره کتلي دي. په دې کتنه کې، دوی د کمېسیون د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره مالومات شریک کړل. دوی زياته کړه، چې کابو ۹۰ زره جریبه دولتي ځمکه تشخیص sوې ده، چې ۵۳ زره جریبه ځمکه یې له غصب خلاصه او دولت ته سپارل سوې او همداراز ځینې غاصبین محاکمو ته معرفي سوي دي. دوی د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره د کمېسیون یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړي دي. سیاسي مرستیال د ياد کمېسيون هڅې ستايلې او ویلي یې دي چې هیچاته اجازه نه ورکوي چې دولتي او عامه ملکيتونه غصب کړي او له سرغړوونکو سره به يې قانوني چلند وسي.