قطر کې د چین د بهرنیو چارو وزیر له طالب پلاوي سره خبرې کړي

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر په دوحه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړي دي.
د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي برادر او وانګ یي پرون ماښام سره کتلي دي.
د اعلامیې په دوام راغلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي به هم له خپل چینایي سیال سره د دوی په ټکو د پياوړو سیاسي او اقتصادي اړیکو په تړاو دوه ورځنی بحث ولري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینیین پرون تر دې لیدو کتو مخکې وویل: "د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم د مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني په بلنه، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د اکتوبر په ۲۵ مه نېټه او ۲۶ مه نېټه د دوه ورځني سفر لپاره په دوحه کې وي. د دې سفر په لړ کې به وانګ يي د طالبانو د سرپرست حکومت له یوه پلاوي سره هم وویني."