امریکا د افغانستان په اړه د مسکو غونډه رغنده بللې خو ګډون په کې نه کوي

امریکا د افغانستان په اړه د مسکو غونډه رغنده بللې خو ګډون په کې نه کوي

د روسیې په کوربتوب د افغانستان په تړاو غونډه نن په مسکو کې پیلېدونکې ده چې د یو شمېر سیمه ییزو هېوادنو تر څنګ په کې د طالبانو استازي هم ګډون کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېټ پرایس وايي ''امریکا به د افغانستان په اړه د مسکو په ناسته کې ګډون ونکړي خو دا یوه رغنده هڅه ده او موږ به یې پایلې ته انتظار یو. ''

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې ناستې موخه د طالبانو حکومت ته له نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیو لار هوارول دي.

روسیې ویلي نه غواړي چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو ګوښې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف وايي که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني خو ورسره ګډ کار کوي.

روسیې وار دمخه لکه د سیمې د نورو اغیزناکو هېوادونو په څېر د طالبانو په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی.

روسیه وايي له طالبانو سره په اړیکه کې دي او هڅوي یې چې هغه مسوولیتونه پرځای کړي چې د واک ترلاسه کولو پرمهال یې ژمنه کړې وه او په هغو کې د ټولشموله حکومت خبره هم وه.