د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو پلاوی مسکو ته ورسېد

Oct 20, 2021 - 12:55
 2
د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو پلاوی مسکو ته ورسېد

د طالبانو د رئیس‌الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوی مسکو ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې ده چې نن د مسکو فارمټ غونډه د افغانستان د ګاونډیو په شمول د ۱۰ هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې په افغانستان کې د داعش له لوري بریدونه مخ په زیاتېدو دي او روسیه اندېښنه لري چې د افغانستان ناکرارۍ به منځنۍ اسیا ته خپرې شي.

د مسکو فارمټ غونډې له ۲۰۱۷م کال څخه پیل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې دې غونډې ته د افغانستان له لوري یوازې طالبان بلل شوي دي.