ملګري ملتونه: بشري فعالیتونو کې د افغان مېرمنو ونډه ستونزمنه سوې !

Oct 19, 2022 - 18:45
Oct 19, 2022 - 19:06
 7
ملګري ملتونه: بشري فعالیتونو کې د افغان مېرمنو ونډه ستونزمنه سوې !

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د بشري مرستو په برخه کې د سیمه ییزو ښځینه کار کوونکو ګډون له ستونزو سره مخ سوی دی.

اوچا د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) په یو راپور کې ویلي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې په بشر دوستانه فعالیتونو کې د ښځو، معناداره او هر اړخیزه ګډون او وړتیا له ستونزو سره مخ سوې ده.

په دغه راپور کې راغلي: "پر زیاتېدونکو محدودیتونو سر بیره چې ښځې د زادۍ له اساسي حقوقو څخه محروموي، د بشر دوستانه برخو ښځينه کار کوونکي هره ورځ چې - له کور څخه وزي تر څو چې بیرته خپلو کورنو ته ځي - له ازار او زورېدو او بد چلند سره مخ کیږي."

هغه مېرمنې چې په خیره بنسټونو کې کار کوي اوچا ته ویلي چې د ښځو د سفر او ځينو نورو برخو کې د طالبانو حکومت تر فرمانونو وروسته هغوی له ستونزو سره مخ شوي دي.په راپور کې ویل سوي چې د ښځینه کار کوونکو په ګډون نارینه کار کوونکي هم د ا.ا.ا د تلاشۍ په محلونو کې د هغوی له ناوړه چلند سره مخ سوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ بنسټ ټينګار کړی که څه هم یاد محدویتونه نظر سیمو ته فرق کوي، خو وايي دغه وضعیت په ټول افغانستان کې ښځې اغېزمنې کړي دي.

اوچا ویلي چې که چیري د بېلابېلو ادارو لخوا په دې اړه بېړني او پرېکنده ګامونه ونه اخیستل سي، دا وېره شته چې افغان مېرمنې په بشري فعالیتونو کې له خدمت څخه محرومې شي چې دا به د ښځو لپاره ناوړه پایلې ولري.

یاد دفتر د ا.ا.ا  له حکومت څخه غوښتي چې د کورنیو ښځینه کار کوونکو رول وپيژني او درناوی یې وکړي.

اوچا ټینګار کړی چې د ا.ا چارواکي باید د داسې اقداماتو له تر سره کولو ډډه وکړي چې په بشري چارو کې د ښځینه کار کوونکو د فعالیتونو په وړاندې دخنډ سبب ګرځي.

ا.ا تر دامهاله د اوچا ددغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ویلي و چې د شریعت په چوکاټ کې د ټولو مېرمنو حقوقو ته ژمن دي.

ویل کیږي چې د تېر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د ا.ا  تر حاکمیت وروسته په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ښځو ونډه کمرنګه سوې ده.

خو تر دې مخکې د افغان مېرمنو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري ویلي و که چیري ا.ا غواړي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي باید د ښځو او نجونو حقوقو ته پام وکړي.