‏ننګرهار کې يو تن د سايبري جرم په تور ونيول سو.

Dec 20, 2022 - 13:41
 7
‏ننګرهار کې يو تن د سايبري جرم په تور ونيول سو.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، د امنې قوماندانۍ منسوبينو د اسرار په نوم د نازيانو ولسوالۍ هغه اوسيدونکی نيولی، چې په فيسبوک کې يې د نجونو په نوم ايډيانې درلودې او له خلکو به يې په دوکه پيسې اخيستلې.
یاد دفتر زیاتوي، ‏نوموړی په داسې مهال بانک کې نيول سوی، چې تازه له سعودي څخه يو مسافر د پيسو حواله ورته کړې وه.
اسرار اعتراف کړی، چې د نجونو په نوم بېلابېلې ايډيانې يې جوړې کړې وې، چې په مختلفو طريقو يې له خلکو پيسې اخيستې.
سکون راډیو