‏ننګرهار کې ۳۰۰۰ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه سوه.

Jan 18, 2023 - 16:17
 5
‏ننګرهار کې ۳۰۰۰ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه سوه.
د ننګرهار ولايت امنې قوماندانۍ مسؤلین وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مديريت مسئولينو له لوري د ۱۴ ولسوالیو په ۳۰۰۰ جريبه ځمکه کې د کوکنارو کښت لمنځه یوړل سو.
امنيه قومانداني وايي، ‏د مرغومي په ۲۷ مه خوږياڼو ولسوالۍ کې هم ياد کمپاين پيل سو، چې پاتې اتو ولسواليو ته به وغځول سي او په دې سره به د ننګرهار ۲۲ ولسوالۍ په بشپړ ډول له کوکنارو پاکې سي.
سکون راډیو