هلمند ولایت کې د سلګونه اړمنو کورنیو سره نقدي مرسته وسوه.

Nov 22, 2022 - 21:23
 6
هلمند ولایت کې د سلګونه اړمنو کورنیو سره نقدي مرسته وسوه.
تېره ورځ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې کډوالو چارو ریاست د (AAH) لوږي په وړاندي مبارزه مؤسسې په مالي همکارۍ له ۶۱۵ اړمنو کورنیو سره نقدي مرسته وکړه.
مرسته کې هري بې وزله او بې ځایه سوي کورنۍ ته (۲۱۰۰۰) یوویشت زره افغانۍ ورکړل سوې چې سروې یې موده وړاندي ترسره سوې وه.
د وېش دې لړۍ کې د AAH مؤسسې، کډوالو چارو ریاست، ولایت مقام، استخباراتو ریاست او مؤسساتو استازو ګډون درلود.
دا په داسي حال کې ده چي د ژمني په رارسیدو سره د هلمند ولایت ډیرۍ اوسیدونکی له سختو اقتصادي ستونزو څخه سر ټکوی.
سکون راډیو