په ۲۰۲۲ کال کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۲۶۰ پیښې ثبت شوي

د افغان خبریالانو دوو ملاتړو ادارو په جلا جلا راپورونو کې ۲۰۲۲ میلادي کال د افغان خبریالانو او رسنیو لپاره یو بل سخت کال په توګه یاد کړی او ویلي دي، چې افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې کاري فضا په بې ساري ډول تنګه سوې ده .
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو راپور کې چې د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۳۰ ( مرغومی نهم ) یې خپور کړی ویلي، چې دغه مرکز په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې، چې نن یې وروستۍ ورځ ده د رسنیو او خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۶۰ پیښې ثبت کړي دي.
په دې راپور کې ویل سوي، چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اکست د میاشتې د سیاسي بدلون وروسته د رسنیو ازادي په چټک ډول د محوه کیدو په حال کې ده او په رسنیو کې تر ډیره ښځینه خبریالانې او کارکوونکې څنډې ته سوي دي.
دغه مرکز ویلي " په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۶۰ پیښې ثبت سوي، چې په کې ګواښونه، د خبریالانو نیول او د تاوتریخوالي ډک چلند اړوند پیښې شاملې دي. دا د ۲۰۲۱ میلادي کال پرتله شاوخوا ۱۳۸ فیصده زیاتوالی ښيي. ددې راپور موندنې ښيي، چې د څو پیښو پرته نورې ټولې پیښې دا.ا د ادارو او یا هغوی ته د منسوبو کسانو له خوا ترسره سوي دي".
ددغه راپور له مخې په روان کال کې تراوسه د هیڅ خبریال یا د رسنۍ د کارکوونکي د وژل کیدو پیښه نه ده ثبت سوې. ددغه راپور پر اساس په تیر ۲۰۲۱ میلادي کال کې افغانستان کې اتو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په امنیتي پیښو کې ژوند له لاسه ورکړی و.
تیر۲۰۲۱ میلادي کال کې دغه مرکز په افغانستان کې د خبریالانواو رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۹ پیښې ثبت کړې وې.
د روان کال په ثبت سوو پیښو کې ۱۱۹ پیښې د لنډې مودې د توقیف چې د یو ساعت څخه تر څو ساعتونو، څو ورځو او څو میاشتو پورې د نیولو پیښې په کې شاملې دي، چې د افغانستان د خبریالانو د مرکز د راپور پر اساس تر ډیره د نیول سوو خبریالانو پر وړاندې د نیولو او توقیف پر مهال فزیکي تاوتریخوالي، توهین او تحقیر هم په کې شامل و.
ددغه راپور له مخې ۵۸ پیښې په کابل، ۱۱ په کندهار، ۱۱ په پکتیا، ۷ په غزني، ۶ په فاریاب، ۳ په هرات، ۳ سمنګان، ۲ په بامیان، ۲ په پروان، ۲ په ارزګان، ۲ په لوګر او ۲ په غور ولایت کې پیښې سوي دي.
په دغه راپور کې ویل سوي " د نیول شوو خبریالانو له ډلې لږ تر لږه درې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي، چې د نوروز راډیو پخوانی ویاند خالد قادري د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ له میاشتې راهیسې په هرات کې ، ازاد خبریال فیضالله فیضبخش د اګست د ۱۷ مې راهیسې په کابل کې او د زرغون تلویزیون خبریال قدرت الله د نومبر د ۱۱ مې راهیسې په خوست کې په بند کې پراته دي".
همداشان په دې راپور کې په روان میلادي کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د رسنیو د سرغړونو د څیړنو او معلوماتو ته د لاس رسي کمیسیونونو بیرته فعالیدو ته اشاره سوې خو ویل سوي، چې ددغو کمیسیونونو بیرته فعالیدلو لا تراوسه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښوپه کمیدو او هم معلوماتو ته د رسنیو په لاس رسي کې کومه مرسته نه ده کړې.
په دغه راپور کې ویل سوي، چې د شاوخوا شپږ سوو چاپي، صوتي، تصویرې او انلین رسنیو څخه چې د تیرکال د اګست په میاشت کې واک ته د ا.ا د رسیدلو دمخه یې فعالیت کوه نږدې نیمايي یې واک ته د ا.ا د رسیدلو وروسته موده کې بندې سوي دي.
په دې راپور کې له افغانستان څخه د خبریالانو وتلو ته هم اشاره سوې او ویل سوي، چې په سلګونو خبریالانو رسنیو کې کارونه پریښي دي او زیات شمیر یې بهرنیو هیوادونو ته کډه سوي دي. همداشان په دې راپور کې په رسنیو کې مخ په زیاتیدونکي ډول د ښځینه خبریالانو څنډې ته کیدو یادونه سوې ده.
د بلې خوا د 'نی' په نوم د ازادو رسنیو د ملاتړ یوې ادارې هم په یو راپور کې، چې د شنبې په ورځ ډسمبر۳۱ (مرغومی ۱۱) یې خپور کړی ویلي، چې دغې ادارې په روان کال کې د افغان خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې ۱۳۲ پیښې ثبت کړي
'نی' هم ویلي، چې واک ته د ا.ا د رسیدلو وروسته ۵۰ فیصده تصویري رسنۍ، ۴۸ فیصده غږیزې رسنۍ ، ټولې چاپي رسنۍ او ۸۰ فیصده خبري اژانسونه او انلین رسنیو خپل دفترونه تړلي دي.
ا.ا حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تراوسه د رسنیو دغو دوو ملاتړو ادارو له خوا خپرو سوو راپورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
خو د دغه وزارت نشراتي معین حیات الله مهاجر فراهي په یو بیان کې چې د شنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ ( مرغومی ۱۱ ) د ا.ا حکومت د رسنیو د دفتر له خوا خپور سوی ویلي، چې ا.ا حکومت او په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له هرې لارې چې ممکن وي د رسنیو څخه ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې کومې ستونزې، چې رسنۍ ورسره مخ دي هغو ته د حل لار ولټوي.
ښاغلي غراهي ویلي، چې اوس د بهرنیو خبریالانو لپاره هم افغانستان کې د کار شرایط ښه سوي او په تیر یو کال کې اوو سوو خبریالانو دغه هیواد ته سفر کړی دی.