کاناډا: افغانان لا ډېرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري

Dec 29, 2021 - 18:18
 12
کاناډا: افغانان لا ډېرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان خلک سخت ژمی تېروي او باید لاسنیوی یې وشي.

د ټروډو په خبره له خپلو اروپايي متحدینو سره په اړیکه کې دي او ټول د روان وضعیت په اړه اندېښنه لري نو له همدې امله د بشري مرستو پر پراختیا ټینګار کوي.

ټروډو په دې مرکه کې همدا راز ویلي چې دوی به له افغانانو سره مرستو ته ادامه ورکوي او ددغه هېواد د پرمختګ غوښتونکي دي.

کاناډا دغه راز زیاته کړې چې هلته د تللو کډوالو د ځای پر ځای کولو په لټه کې دي او تر څنګ یې هڅه کوي لا ډېر له خطر سره مخ افغانان وباسي او له نوي حکومت هم غواړي چې خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.