کاناډا د روسيې پر ۶۲ نورو وګړو بنديزونه ولګول

Aug 24, 2022 - 16:51
 3
کاناډا د روسيې پر ۶۲ نورو وګړو بنديزونه ولګول

کاناډا د روسیې پر ۶۲ نورو وګړو بندیزونه ولګول، چې په هغوی کې د روسیې یو دفاعي شرکت هم شامل دی.

د کاناډا د حکومت په وینا، دغه بندیزونه تر ډېره پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل له کبله لګول شوي دي.

د کاناډا صدر اعظم جستین ترودو پرون سې شنبه وویل، چې دغه بندیزونه د روسیې د ۲۷ سیمو پر والیانو او د هغوی د کورنیو پر غړو لګول شوي.

دا مهال په ټوله کې د روسیې ۱۵۰۰ وګړي او شرکتونه د کاناډا د بندیزونو په فهرست کې شامل دي.