ګوترېش: د هرات له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې کوو

Oct 9, 2023 - 20:18
 1
ګوترېش: د هرات له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې کوو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره د خواخوږۍ تر څنګ ویلي چې ملګري ملتونه او شریکان یې له سرپرست حکومت سره په همغږۍ، په‌دغه هېواد کې له زلزله‌ځپلو سره بېړنۍ مرستې کوي. ګوترش پر نړۍوالې ټولني غږ وکړ چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره چې له دغې غمیزې څخه مخکې یې هم مرستو ته اړتیا لرله، لاس‌نیوی وکړي.