یونېسف: په پاکستان کې میلیونونه ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

Sep 18, 2022 - 17:36
 2
یونېسف: په پاکستان کې میلیونونه ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونېسف وايي چې په پاکستان کې له سېلابونو وروسته د نږدې درې نیم میلیونه ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.

یونېسف وايي چې له سېلابونو وروسته په سېلاب ځپلیو سیمو کې ډېر شمېر ماشومان د ملاریا په شمول په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

د پاکستان په وروستیو سېلابونو کې لږترلږه ۵۵۲ ماشومان مړه شوي دي.