د قزاقستان ولسمشر یو نوی قانون توشېح کړ

Sep 18, 2022 - 17:41
 5
د قزاقستان ولسمشر یو نوی قانون توشېح کړ

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف پرون هغه قانون رسماً توشېح کړ چې له مخې یې د ولسمشر د کار اوسنۍ موده د دوو پنځه کلنو دورو پرځای په یوه اوه کلنه دوره بدلوي.

د نوي قانون له مخې همداراز د دې هېواد پلازمېنه نور سلطان بېرته استانې ته اړول کېږي.

توقایف په ۲۰۱۹ کال کې له ځانه مخکې ولسمشر نورسلطان نظربایوف ته د درناوي په پار د استانې نوم په نورسلطان اړولی و خو نوموړی په وروستیو میاشتو کې هڅه کوي چې له مخکیني ولسمشر څخه ځان لیرې کړي.

د قزاقستان سیاسي منتقدان وايي، د جومارت توقایف نوښتونه یوازې ظاهري بڼه لري او د دې استبدادي حکومت ماهیت نه دی بدل شوی.