افغان او ازبکستاني چارواکو د برېښنا د ستونزو په اړه خبرې کړي

Dec 17, 2022 - 19:02
 7
افغان او ازبکستاني چارواکو د برېښنا د ستونزو په اړه خبرې کړي
افغان او ازبکستاني چارواکو د برېښنا د ستونزو په اړه خبرې کړي
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف سره له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستونزو په اړه ټليفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې خبرو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له ازبک لوري غوښتي چې د وارداتي برېښنا کچه هغې اندازې ته ورسوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرې وار د مخه هوکړه سوې ده.
دغه وزارت زياتوي، په دې خبرو کې د عصمت الله ایرګاشوف هم ياده ستونزه منلې او زياته کړې یې ده چې په دې تړاو يې د ازبکستان د برېښنا له وزارت سره خبرې کړي او هغوی د يادې ستونزې لامل په ازبکستان کې د سړې هوا په رارسېدو سره د برېښنا کمښت او هم ځينې تخنيکي ستونزې يادې کړي دي.
ایرګاشوف ویلي، چې د دوی د هڅو په پايله کې افغانستان ته د برېښنا د لېږد کچه یو څه لوړه سوې ده او هڅه کوي چې افغانستان ته د برېښنا کچه لا زياته سي.