امریکا او ملګرو ملتونو په سومالیې کې چاودنې وغندلې چې څه باندې ۱۰۰ تنه پکې وژل سوي!

Oct 31, 2022 - 20:03
 8
امریکا او ملګرو ملتونو په سومالیې کې چاودنې وغندلې چې څه باندې ۱۰۰ تنه پکې وژل سوي!

ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو په جلا جلا توګه یکشنبه اکټوبر ۳۰ (لړم۸) د سومالیې په پایتخت موګادیشو کې د شبنې د ورځې چاودنې چې څه باندې ۱۰۰ تنه پکې ووژل سول، غندلي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتریش ویاند سټیفان دوجاریک په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي ګوتریش په چاودنې کې د وژل سویو او ټپي شویو د کورنیو غړیو سره خواخوږي ښیي.

په اعلامیې کې دا برید "د کرکې وړ" بلل شوی او په سختو ټکو غندل سوی.

ښاغلي دوجاریک ویلي چې ملګري ملتونه د متشدد افراطیت په مقال کې د سومالیې د ولس سره ولاړ دی.

د الشباب وسله والې ډلې ادعا کړې چې برید دوي کړی او ویلي چې هدف یې د سومالیې د پوهنې وزارت و.

سپینې مانۍ هم یکشنبه په سومالیې کې دا "ترهګریز او غمجن برید" غندلی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان په یوې اعلامیې کې ویلي چې متحده ایالات د سومالیې د فدرالي حکومت سره ملاتړ ته ژمن دي.

په سومالیې کې د شنبې په ورځ دوه موټر چې د چاودیدونکو موادو څخه ډک و، لومړی په یوې څلور لارې کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډیره وي، وچول شول او وروسته د پوهنې په وزارت کې ډزې وسوې.

د سومالیې جمهور رئیس حسن شیخ محمود په محلي وخت یکشنبه سهار وختي د چاودنې ځای ته ورغلی و او په نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې په پیښه کې د ټپي شویو کسانو د درملنې لپاره دې ډاکټران او روغتیایي مواد ور ولیږي.

ښاغلي محمود همدارنګه د عامو خلکو څخه وغوښتل چې روغتونونو ته دې ولاړ شي او ټپي شویو کسانو ته دې وینه ورکړي.

د سومالیې جمهور رئیس همدرانګه ژمنه وکړه چې په پیښه کې د وژل شویو کسانو ماشومانو ته به وړیا زده کړې ورکول کیږي.

سکون راډیو