امریکا د روسیې له جنګي الوتکو سره د ډرون مخامختیا پېښه کې روسي پیلوټان په ''بې پروايي'' تورن کړل

Mar 15, 2023 - 15:36
 30
امریکا د روسیې له جنګي الوتکو سره د ډرون مخامختیا پېښه کې روسي پیلوټان په ''بې پروايي'' تورن کړل

امریکا متحدو ایالتونو له هغه وروسته پر روسیې د بې پروا چلن تور پورې کړی، چې د څار یوه ډرون الوتکه یې له روسي جنګي الوتکو سره له مخامختیا وروسته په تور سمندر کې وغورځېده.

امریکايي چارواکي وايي، د دوی ډرون په نړیوال فضايي حریم کې له معمول سره سم الوت کاوه، چې دوو روسي جنګي الوتکو یې د مخې نیولو هڅه کړې.

روسیې بیا ویلي، د امریکا ډرون د 'چټک مانور ' پایلې کې غورځېدلې او له دې سره یې د خپلو دوو الوتکو مخامختیا رد کړې ده.

له دې پېښې سره د اوکرایین جګړې په ترڅ کې د امریکا او روسیې تر منځ د مخامختیا احتمالي خطر زیات سوی دی.

د روسیې دفاع وزارت هم ویلي، ایم کیو - ۹ ریفر ډوله ډرون په داسې حال کې الوت کاوه، چې د دوی په وینا ټرانسپونډر یا هغه اله یې غیر فعاله وه، چې د الوت ځای ځایګی یې معلوموي.

د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې په دې هکله وايي: ''زموږ ایم کیو-۹ ډوله الوتکه په نړیوال فضايي حریم کې د معمول په عملیاتو بوخته وه چې مخه یې ونیول سوه، یوه روسۍ جنګي الوتکه ورسره ټکر سوه، چې پایله کې یې وغورځېده او ایم کیو-۹ له منځه لاړه. ''

ریفر ډرون معمولاً د څار لپاره کارول کېږي چې تر ۲۰ مترو پورې وزرې لري. د امریکايي پوځي چارواکو په وینا ډرون د اروپا له معیاري وخت سره سم د سې شنبې پر ورځ اووه بجې او درې دقیقې غورځېدلی.

له هغه راهیسې چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا سیمه په خپله خاورې پورې ضمیمه کړه، د تور سمندر سیمه کې تاوتریخوالی ډېر سوی دی.

پر اوکرایین د روسي ځواکونو له یرغل وروسته بیا امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا کشفي او څارګرې الوتنې ډېرې کړې دي، خو دا الوتنې تل په نړیوال هوايي حریم کې ترسره کېږي.

امریکايي چارواکي وايي، روسي پیلوټان پرلپسې ځينې خطرناک فعالیتونه ترسره کوي.

لوېدیځوالو متحدینو هڅه کړې، چې د اوکرایین جګړې په ترڅ کې له روسیې سره له مخامختیا ځان وساتي، خو د تور سمندر پر سره نننۍ رامنځته سوې پېښه همدا څه ښيي.

امریکا به اوس پر خپل غبرګون غور کوي. هغسې چې د امریکا پوځي مشرانو په یوه اعلامیه کې ویلي، دا یوه خطرناکه چاره ده، چې له کبله ناسنجول سوې او غیر ارادي پارونه رامنځته کېدای سي.

سکون راډیو