امریکا یو ځل بیا طالبانو ته د ملیاردونو ډالرو له سپارلو انکار وکړ

Oct 20, 2021 - 11:19
 5
امریکا یو ځل بیا طالبانو ته د ملیاردونو ډالرو له سپارلو انکار وکړ

امریکا طالبانو ته د افغانستان میلیاردونو ډالرو پولي زېرمې له ور سپارلو بیا انکار کړی دی.

د امریکا د مالیې وزارت یوه مرستیال ویلي چې پر طالبانو د بندیزونو روان ساتل اړین دي خو په وینا یې افغانانو ته باید د بشري مرستو د رسولو لپاره قانوني لارې ولټول شي.

طالبان پرله پسې غوښتنه کوي چې د نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو دا زېرمې دې ور پرېښودل شي چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي.

له دې سره هممهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې مسکو له چین او پاکستان سره په همغږۍ له افغانستان سره د مرستو تکل لري خو په وینا یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې ته لا چمتو نه دی.

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې ټاکل شوې نن په مسکو کې د افغانستان په تړاو غونډه تر سره شي خو امریکا په کې ګډون نه کوي.

د افغانستان بانک د پیسو زېرمې لویه برخه د امریکا په متحده ایالتونو کې ساتل کېږي.

طالبان دا ځل واک ته تر رسېدلو وروسته له بېلابېلو ډیپلوماتیکو چینلونو هڅې روانې ساتلي چې امریکا قانع کړي افغانستان پورې اړوند تر ۱۰ میلیارد ډالرو ډېرې پیسې له قیده وباسي،

خو د امریکا د مالیې وزارت مرستیال وايي چې په روان وضعیت کې به د طالبانو حکومت پرېنږدي چې زېرمه شویو پیسو ته لاسرسی ومومي.

د امریکا د مالیې وزیر مرستیال واللي ادېیېمو د امریکا د سنامجلس بانکدارۍ کمېټې ته ویلي:

''زموږ موخه دا ده چې د طالبانو پر رژیم او حقاني شبکې خپل بندیزونه پلي کړو، خو هممهاله د اجازه ورکړل شویو بشري مرستو بهیر هم روان وساتو. ''