ايرلنډ له افغانستان سره يو نيم ميليون ايرو مرسته کړې

Jun 2, 2022 - 19:37
 13
ايرلنډ له افغانستان سره يو نيم ميليون ايرو مرسته کړې

آیرلنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د یونیم ميلیون ایرو نوې مرسته کړې.

د ملګروملتونو د بشري چارو همغږې کونکې ادارې یا اوچا پرون په یوه ټویټ کې له دغو مرستو د مننې ترڅنګ ویلي چې دغه مرسته په افغانستان کې د ژوند ژغورنې د بېړني پروګرام د فعالیتونو د ملاتړ په خاطر شوې ده.

په دې سره له ۲۰۲۰ کال راهیسې له دغه صندوق سره د ایرلنډ د سخاوتمندانه مرستو اندازه درې نیم ميلیون ایرو ته ورسېده.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي پرون اعلان وکړ چې په روانه جون میاشت کې شاوخوا ۱۸ ميلیونه افغانان خوړو ته فوري اړتیا لري.