ایران په هرات کې د صنعتي او کرنیزو توکو نندارتون جوړوي

May 17, 2022 - 19:33
 12
ایران په هرات کې د صنعتي او کرنیزو توکو نندارتون جوړوي

ایران په هرات ولایت کې د صنعتي او کرنیزو توکو نندارتون جوړوي.

په هرات ولایت کې د ایران سر کنسول والي سره په لیدنه کې ویلي دي، ایران په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې د افغانستان له سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ په هرات کې د صنعتي او کرنیزو توکو یو نندارتون جوړ کړي.

د ایران مهر خبري اژانس په هرات کې د ایران د سرکنسول له خولې لیکلي دي، چې په دې نندارتون کې به افغانستان ته د ایران د صادرو شویو توکو ترڅنګ د افغانستان کورني تولیدات هم نندارې ته وړاندې شي.

د طالبانو د هرات والي د ایران له سر کنسول سره په لیدنه کې د دې نندارتون له جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا نندارتون به په هرات ولایت کې لا ډېرې پانګونې ته زمینه برابره کړي.