د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ماشومانو لپاره د زده کړو امکانات برابر سوي

Aug 10, 2022 - 16:34
 6

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې اداره یونېسف وايي چې د افغانستان په هغو سیمو کې یې سلګونو ماشومانو ته د زده کړې امکانات برابر کړي چې وروستۍ زلزلې اغېزمن کړي دي.

یونېسف پرون په یوه ټوېټ کې ویلي چې په ځپل سیمو کې یې نوي ۱۴۰ ټولنیز درسي صنفونه جوړ کړي چې په کې ډېرو نجونو ته لومړنۍ زده کړې ورکول کېږي.

یونېسف دغه راز په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا یا نس ناستې ناروغۍ د زیاتېدو په وړاندې هم خبرداری ورکړی دی.

په پکتیکا او خوست کې د جون د ۲۲ مرګونې زلزلې په نتیجه کې چارواکو د له زرو زیاتو کسانو د مړه کېدو او زرګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.