ای پي اېل په رسنیزه نړۍ کې راتلونکو ۵ کلونو لپاره څه باندې ۶ میلیارده ډالره وګټل

د نړۍ یو له لوړ بیه کرېکټ ټورنمنټو څخه ای پي اېل دی چې راتلونکو ۵ کلونو لپاره یې د خپلو لوبو تلویزیوني او انلایني خپرولو حق په ۶.۰۲ میلیارد ډالرو وپلوره او ریکارډ یې جوړ کړ.
د هند پرېمیر لیګ (ای پي اېل) په افغانستان کې هم خپل مینه وال او لیدونکي لري.
یاد لیګ کې افغان لوبغاړي هم اخیستل کېږي.
سږ کال د هند غوره ليګ کې راشد خان، رحمن الله ګوربز، محمد نبي عیسی خېل، نور احمد لګڼوال، فضل الحق فاروقي اخیستل شوي وو چې يوازې سپېن بالر راشد خان او تېز بالر فضل الحق فاروقي په کې ولوبېدل.
د هندي میلیاردر مکیش امباني وای کام ۱۸ ادارې، ۳،۰۵ میلیارد ډالر ورکړل ترڅو په انلاین بڼه د ای پي اېل خپرولو حق خپل کړي.
همدارنګه د سټار انډیا کمپنۍ څېښتن ډزني د ای پي اېل تلویزیوني خپرولو حق په ۳،۰۵ میلیارد ډالرو ترلاسه کړ.
نوموړو دواړو میلیاردرانو د هند ای پي اېل کرېکټ ټورنمنټ تلویزیوني او انلایني خپرولو حق تر ۲۰۲۷ کاله خپل کړ.
له تېرو پنځو کلونو راهیسې سټار انډیا په یوازې ډول د ای پي اېل د خپرولو حق درلود چې ۲،۴ میلیارد ډالره ورته تمام شوی و خو د ای پي اېل اوسنۍ بیه دوه برابره لوړه ده.
په بولۍ کې د ای پي اېل د هرې لوبې بیه ۷.۳۶ میلیون ډالره وه چې ټول ټال به ۴۱۰ لوبې کېږي او دوه میاشتې دوام کوي.
داسې ښکاري چې د هند ای پي اېل کرېکټ ټورنمنټ د امریکا (ان اف اېل) ټورنمنټ او د بریتانیا پریمیرلیګ سره په سیالۍ کې روان دی.
همدارنګه له دې وروسته به د ای پي اېل هره لوبه د نړۍ له هغو لوبو څخه ګڼل کېږي چې لوړه بیه لري او په لوړ بیه لوبو کې د متحده ایالاتو د فوټبال ملي لیګ لوبې هم شاملې دي.
د ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۷ کلونو لپاره په ډیجیټلي بڼه د خپرولو حقونه هم پلورل شوي چې د هرې لوبې په خپرولو سره ۶.۴ میلیون ډالره لګښت راځي.
د تلویزیون پرتله په ډیجیټلي بڼه د لوبو خپرولو حق په لوړه بیه پلورل شوی.
د هند د کرېکټ بورد چارواکي وايي، د ای پي اېل له لوبو تر لاسه شوې پیسې په هند کې د کرېکټ ودې او بنسټیزو رغونو باندې لګوي.
هغه وویل، "اوس د دولتي اتحادیو او ای پي اېل ټیمونو لپاره په کار دی چې یوځای کار وکړي او زمونږ د کرېکټ مینه وال خوشحاله وساتي."
ای پي اېل په نړۍ کې یو له غوره ټورنمنټونو څخه دی چې ډېر لیدوونکي لري او لوبغاړو ته یې هم ښيې پيسې ورکول کېږي.
د کرېکټ مشهورې خبري وېبپاڼې 'کرک انفو' د معلوماتو له مخې په سپورتي سیالیو کې ای پي اېل دویم هغه ټورنمنټ دی چې لوبې یې په ډېره لوړه بیه پلورل شوې دي.
د یادونې ده چې د امریکا د ان اف اېل د تورنمنټ سیالیو د خپرولو حق تر ټولو په لوړه بیه پلورل شوی او له دې اړخه تر دې دمه په لومړي مقام کې دی.
هند کې له تېرو څو کلونو راهیسې انټرنیټ ته لاسرسی زیات شوی له همدې کبله په ډیجیټلي بڼه د لوبو خپرولو بیه هم لوړه شوې ده او ډېر کسان یې له همدې لارې ننداره کوي.