ا ا ا : له چين افغانستان ته د سوداګرۍ مالونو لومړنۍ جوپه را روانه سوه

Sep 15, 2022 - 21:32
 10
ا ا ا : له چين افغانستان ته د سوداګرۍ مالونو لومړنۍ جوپه را روانه سوه

 د ریل‌لارو اداره وايي، له چین څخه افغانستان ته د سوداګري مالونو لومړنۍ جوپه د نوي تاسیس شوي دهلیز (کوریدور) له لارې افغانستان ته را روانه شوه.

په وروستیو ورځو کې د چین، افغانستان، قرغیزستان او ازبکستان ترمنځ د مځکني دهلیز د جوړولو په اړه موافقه وشوه.

د افغانستان د رېل‌لارو اداره هیله لري چې، دا دهلیز به له چین څخه افغانستان ته د ریل‌ګاډي په وسیله د تجارتي مالونو د رسېدو موده له یوې میاشتې ۱۵ ورځو ته رالنډه کړي.

د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال هم د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو هڅه وشوه خو ډېر دوام یې ونه کړ.