ا ا ا : نږدې يوه مياشت کې د سېلابونو له امله ۱۸۲ کسان مړه سوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېره نږدې یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د راوتو سېلابونو په پایله کې ۱۸۲ تنه مړه او ۲۵۰ ټپیان شوي دي.
د دې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني نن رسنیو ته استول شوي ویډیويي پیغام کې ویلي، تر ټولو زیاته مرګژوبله په لوګر، نورستان، ننګرهار، پروان، غزني میدان وردګ، زابل او کندهار ولایتونو کې خلکو ته اوښتې ده.
د حقاني په خبره، ټولو سېلاب ځپلو سیمو ته مرستې رسېدلي، خو هغه ډول چې اړینه ده، کافي نهدي.
دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو روانه اوونۍ بیا هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو او د سېلابونو د راوتو په اړه له وړاندې خبرداری ورکړی دی.