بلاول بوټو: نړيواله ټولنه دې د ا ا ا پر وړاندې زغم ولري

Sep 28, 2022 - 19:33
 7
بلاول بوټو: نړيواله ټولنه دې د ا ا ا  پر وړاندې زغم ولري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د ا ا ا پر وړاندې زغم ولري او ګډ کار ورسره وکړي.

ښاغلي زرداري، له اسوشیتیدپریس خبري آژانس سره په مرکه کې غوښتنه کړې چې متحده ایالات دې له ا ا ا سره په مستقیم ډول ګډ کار وکړي.

زرداري د افغانستان د هغو شتمنیو د آزادېدو غوښتنه هم وکړه چې امریکا کنګل کړې دي او ويلي دي چې، دا پیسې د ا ا ا نه بلکې د افغانستان د خلکو دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو سره د پاکستان او د متحده ایالاتو د اړیکو د ۷۵مې کلیزې د نمانځلو پرمهال ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه به په افغانستان کې د ثبات لپاره کار کولو ته دوام ورکوي.