د ا.ا.ا: له بهرنیو ځواکونو پاتې سوې پوځي اډي به پر اقتصادي زونونو بدلې سي

د اقتصادي چارو مرستیال دفتر وايي، افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو پاتې سوې پوځي اډې به په اقتصادي زونونو بدلې کړي.
د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دغه دفتر په جوړه سوې غونډه کې نن یکشنبه د فبرورۍ په ۱۹مه، پرېکړه سوې، چې دغه پوځي اډې به صنایعو او سوداګرۍ وزارت ته وسپاري.
د رئیس الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله ټوېټر پاڼه یو لړ ټویټونو کې ویلي، "له یادو اډو دې یوازې د بلخ او کابل پر پوځي اډو ازمایښتی کار پیل سي."
د امریکا په مشرۍ د شمالي اتلانتیک تړون(ناټو) غړو هېوادونو افغانستان کې پراخ حضور درلود خو د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ کې د ا.ا.ا او امریکا تر منځ د دوحې له تړون وروسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه وسوه.
د ۲۰۲۱ کال اګسټ تر ۳۰مې نېټې د دغو ټولو هېوادونو پوځيان له افغانستانه ووتل او د بګرام په ګډون یې ټولې پوځي اډې خالي کړې.
د ۲۰۰۱ کال راهیسې د دغو ځواکونو پراخ او اوږدمهاله شتون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سلګونه پوځي اډې پراېښي چې اوس دا.ا.ا پرېکړه کړې، له هغو د ځانګړو اقتصادي زونونو په توګه کار واخلي.
د ا.ا.ا له خوا په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره سوي او نه هم د بهرنیو ځواکونو د پاتې سویو اډو کره شمېر مالوم دی چې څومره دي .
خو له دغو اډو یوه د بګرام هوايي اډه وه چې د بهرنیو ځواکونو د مېشتېدو ، قوماندې او هوایې عملیاتو مرکز پاتې سوی او تېرو دوولسیزو کې د امریکا ولسمشران هم افغانستان ته د سفر پر مهال دې اډه کې تم سوي دي.
په همدغه هوایې او پوځي اډه کې د بګرام مشهور زندان هم دی چې افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پر مهال پکې سلګونه تنه بندیان وو.
افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن ناندریز پوځي حضور له پای ته رسېدو وروسته بګرام هوايي اډه کې د چینايي ځواکونو د حضور رپوټونو خپاره سوي وه چې گواکې د چين پوځي الوتکې د بگرام په هوايي ډګر کې ناستې او بيا بېرته الوتې دي.
خو چین دغه رپوټونه رد کړي وو.
سکون راډیو