‏د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه تېره ورځ په جده کې د دې سازمان په دفتر کې تر سره سوه.

Feb 6, 2023 - 16:15
 8
‏د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه تېره  ورځ په جده کې د دې سازمان په دفتر کې تر سره سوه.
د ياد سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طاها په‌دې غونډه کې ویلي، د فلسطین او افغانستان مسله د دې سازمان د بحثونو په سر کې ده.
‏نوموي همداراز د افغانستان په اړه د دې سازمان د اجرایي کمېټې فوق‌العاده غونډې ته په اشارې ویلي، په‌دې غونډه کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي استازي طارق علي بخیت له لارې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د تعامل په ګډون ځینې سپارښتنې سوې دي.
سکون راډیو